Home / Afghanistan / MCIT Minister sent classified data to Iran

MCIT Minister sent classified data to Iran

یوې حکومتي سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي، چې ولسمشر وروسته له هغې دمخابراتو وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده وځنډوله، چې دا ورته مالومه شوه، چې نوموړي ایرانیانو ته محرم او حساس مالومات ورکړي دي، پردې سربېره نوموړي دتیلفون له کارتونوڅخه، چې حکومت ۱۰٪ مالیه ټولوي ډیره برخه یې وزیر خپل شخصي اکاونټ ته لیږلې ده، حکومت به اوس دنوموړي دمالي او اداري فساد په اړه څیړنه وکړي. وحیدي پّ ایران کې زده کړې کړې دي، کورنۍ یې په ایران کې ژوند کوي

دیادونې ده، چې دنوموړي دوسیه لا بشپړه شوې نه ده، چې دپوهنۍ وزیر اسدالله بلخي هم دوزارت له یوې پروژې څخه په زرګونو ډالر وهلي او دهغه غږیز کلیپ له مخې مالومیږي، چې له نوموړي سره په دې برخه کې څلور کسه نور هم شریک دی.

دسیاسي چارو کارپوه سعید کریمي وايي: نړیوالې ټولنې له یاد وزارت سره ډیره مرسته کړې ده ولسمشر داوسني وزیر سربېره پخواني هم څارنوالۍ ته وروپیژني او پوښتنې او ګرویږنې دې ورڅخه وشي.

د روهی ویب پاڼې څخه په مننی